ايرنا خبري اژانس خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ په کاشان ولسوالۍ کي د يحيی آباد د ريل ګاډۍ پل د امريکا او اسرائیلو له خوا بمبار سوی دئ.
د ياد اژانس په وينا چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
بايد وويل سي، چي د اسرائیلو پوځ هم د سېشنبې په سهار په يوه اعلاميه کي د ايران وګړو ته خبرداری ورکړی، چي په ريل ګاډۍ کي دي سفر نه کوي او د ريل پټلۍ شاوخوا دي نه ګرځي.