ايي‌او‌ايم وایي، په تېره مياشت کي تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل سوي دي

د کډوالۍ نړيوال سازمان “ايي‌او‌ايم” وايي، په تېره يوه مياشت کي څه باندي ۲۳۰زره افغانان له ايرانه افغانستان ته راستانه سوي دي.

دغه ادارې په یوه راپور کي ویلي چي، په‌دې شمېر کي ۴۳ سلنه افغانان په زوره افغانستان ته اخراج سوي دي.

د راپور له‌مخي په‌دې وروستیو کي په ایران کي پر افغان کډوالو فشارونه زیات سوي او وخت نا وخت د ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کي په ایران کي له افغانانو سره د ناوړه چلند شکایتونه خپرېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغانان د قانوني اسنادو، اوږدمهاله ویزو او په غیرقانوني ډول په ایران کي اوسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *