اکسيوس په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ايران او امريکا ترمنځ د ټاکل سوو تخنيکي مذاکراتو بهير له ځنډ سره مخ سوی دئ.
راپورونه وايي چي ايراني استازي د لبنان د روانو حالاتو له امله سویس ته نه ځي او سپيني ماڼۍ هم د امريکايي پلاوي د سفر د لغوه کېدو خبر ورکړی.
امريکايي چارواکي وايي چي د خبرو اترو د تنظيم او همغږۍ چاري لا بشپړي سوي نه دي، خو دواړه لوري هڅه کوي چي تخنيکي مذاکرات ژر تر ژره پيل کړي.