اکسیوس رسنۍ راپور ورکړی

اکسیوس رسنۍ راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د خارک ټاپو د نفتو د کنټرول له پاره پر یوې طرحي غور کوي. په راپور کي ويل سوي که چيري د هرموز تنګی د کښتيو پر مخ خلاص نه سي نو دغه طرحه به عملي کېږي.
يوه امریکايي چارواکي دغه رسنۍ ته ویلي، چي د دې طرحي د پلي کېدو له پاره به په سیمه کي د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا وي. خو د سپیني ماڼۍ یو چارواکي ویلي چي ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دې اقدام په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
په راپور کي ويل سوي، چي د خارک ټاپو د نفتو کنټرول به ایران ته لوی اقتصادي زیان ورسوي، ځکه دغه ټاپو د ایران د نفتو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

بل لور ته د بريتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره وايي که څه هم په تېرو درو ورځو کي کومه پېښه نه ده ثبت سوې، خو د هرمز په تنګي کي خطر لا هم پر خپل ځای پاته دئ.