ایراني رسنۍ وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوهم پړاو د خبرو له پاره کوم نوی پلان نه سته

ایراني رسنۍ وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوهم پړاو د خبرو له پاره کوم نوی پلان نه سته.
یوه سرچینه چي د ایراني مذاکره کوونکي پلاوي ته نږدې بلل سوې، ویلي چي امریکا د خبرو پرېښودلو له پاره صرف بهانه لټول.
فارس خبري اژانس د همدې سرچینې په حواله لیکلي، چي د وروستیو خبرو تر پای وروسته ایران د مذاکراتو د بل پړاو له پاره چمتووالی نه لري.

تر اوسه د امریکا له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودل سوی.