د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، چي له امریکایي سره د مذاکراتو لومړی پړاو رغوونکی و او تهران اوس له واشنګټن سره د مذاکراتو بنسټ ته نږدې سوی دئ.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چي په دې پړاو خبرو کي د عماني لوري په منځګړیتوب څلور ځله د ایران او امریکا ترمنځ پیغامونه تبادله سوي دي.