ایراني چارواکو اعلان کړی، چي له دې وروسته به د دښمن وسلې او پوځي تجهیزات د هرمز تنګي د لاري د تېرېدو اجازه و نه لري.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخي، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف ویلي، تهران پخوا هغو پوځي تجهیزاتو ته د هرمز تنګي له لاري د تېرېدو اجازه ورکول، چي وروسته به د ایران پر ضد کارېدل، خو اوس به دا چاره بنده سي.
هغه ټینګار کړی چي ایران به نور داسي بارونو ته د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.
هرموز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چي د انرژۍ د لېږد له پاره ځانګړی اهمیت لري. ایراني چارواکو همداراز ویلي چي د هرمز تنګي وضعیت به تر جګړې وروسته پخواني حالت ته ونه ګرځي.