ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چي پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي

ایراني چارواکو، چي په وروستیو کي یې د اسراییل د بریدونو په وړاندي د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي باله، خبرداری ورکړی چي پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي.
د پنج‌شنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل چي اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په “نه تصورکېدونکې بڼه” وویني.
نوموړي په شیراز کي د وینا پر مهال یادونه وکړه چي په تېر ځوابي برید کي اسراییل ولیدل چي اسمان یې څنګه پرانیستل سو.
د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون وویل چي اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.
په همدې حال کي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درې ایراني چارواکو په قول ویلي، د ایران مشر علي خامنه‌يي د خپل هیواد د ملي امنیت شورا ته امر کړی چي پر اسراییل حملې ته چمتو سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *