ایراني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چي د هېواد پوځ به هم د مظاهرو د ځپلو په لړۍ کي برخه اخلي

د ايران تر بدو بدتر کړکېچ:
ایراني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چي د هېواد پوځ به هم د مظاهرو د ځپلو په لړۍ کي برخه اخلي. دا د امنیتي ادارو له لوري له هغو سختو خبرداریو څخه یو دی چي د رژیم پر ضد د اعتراضونو د پراخېدو او د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو له امله ورکول کېږي.
پوځ وویل چي «موږ به د ملي ګټو، ستراتیژیکو بنسټونو او عامه شتمنیو کلکه ساتنه کوو»، او د ناارامیو پړه یې پر اسراییل او هغو ډلو واچوله چي دوی یې «ترهګري» بولي، او ژمنه یې وکړه چي «د دښمن دسیسې به شنډوي».

د امریکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ګواښ کړی چي که په ایران کي خونړۍ ځپنه وسي، امریکا به مداخله وکړي. د امریکايي چارواکو په وینا، د حکومت دننه لومړنۍ خبري سوي دي چي که اړتیا پېښه سي، پر ایران د برید څرنګوالی به څنګه وي.
په دغو خبرو کي دا هم شامل دي چي کوم ځایونه کېدای سي په نخښه سي. یو انتخاب چي ورباندي خبري رواني دي، پر څو ایراني پوځي هدفونو د پراخ هوایي برید امکان دی. خو یو بل چارواکي وویل چي تر اوسه پر کوم اقدام سلا نه ده سوې، او د برید لپاره کوم تجهیزات یا ځواکونه نه دي خوځول سوي. چارواکو وویل چي دا خبري د عادي پوځي پلان جوړوني برخه ده او د نژدې برید کومه نخښه نه سته.
ټرمپ د شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: «ایران د ازادۍ پر لور ګوري، ښايي لکه مخکي هېڅکله نه. امریکا چمتو ده مرسته وکړي.»

تر اوسه یوازي پولیس او نیمه‌پوځي ځواکونه د اعتراضونو د ځپلو لپاره کارول کېدل. اوس رژیم له یوې سختي محاسبې سره مخ دی، له یوې خوا د بندیزونو له امله رامنځته سوی اقتصادي بحران نه سي حلولای، او له بلي خوا باید دا هم وسنجوي چي که پراخه او سخته ځپنه وکړي، د امریکا غبرګون به څه وي.
د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له مخي، د شنبې په شپه بیا په تهران، د شمال په رشت ښار او یو شمېر نورو سیمو کي اعتراضونه وسول. ویل سوي چي د رشت په سیمه کي درې مظاهره‌چیان وژل سوي دي.
د انټرنېټ د بندېدو او د ټیلیفوني خدماتو د ګډوډۍ له امله، د حالاتو دقیق انځور اخیستل ډېر ګران سوی دی.

د «Human Rights Activists in Iran» ډلې په وینا، تر جمعې پوري لږ تر لږه ۶۵ کسان په اعتراضونو کي وژل سوي او له ۲۳۰۰ څخه ډېر کسان نیول سوي دي، او اعتراضونه ۱۸۰ ښارونو ته غځېدلي دي. د دې ډلې په وینا، ډېری وژل سوي کسان مظاهره‌چیان ول.
راپورونه ښيي چي امنیتي ځواکونو په ځینو ځایونو کي له مرګوني ځواک څخه کار اخیستی دی. د تهران لوېدیځ ته د کرج په صنعتي ښار کي، د ویډیوګانو له مخي، مظاهره‌چیان د ډزو له ږغونو تښتېدل.
په سویلي ایران کي د بندر کنگان د تېلو د کارګرانو اتحادیې ویلي چي د هغوی د غړو په ګډون یو شمېر مظاهره‌چیان وروسته له هغه په نازک حالت کي روغتون ته ولېږدول سول چي امنیتي ځواکونو پرې ډزي وکړې.

همدارنګه، د هېواد په لوېدیځ او جنوبي سیمو کي هم د اعتراضونو پر ضد تاوتریخوالی راپور سوی دی. د بشري حقونو ډلې وایي چي په ځینو ځایونو کي امنیتي ځواکونو له نژدې فاصلې ډزي کړي، چي له امله یې خلک ټپیان سوي دي.
د پوځ د مداخلې ګواښ وروسته له هغه راغلی چي د امنیتي ادارو له لوري نور خبرداري هم ورکړل سول، او د جمعې په ورځ په تهران او نورو ښارونو کي لوی اعتراضونه وسول. د اونۍ په وروستیو کي تاوتریخوالی زیات سو، او ځینو ویډیوګانو کي سوځېدلي موټر، جومات او دولتي ودانۍ ښکاري.
د سپاه پاسداران د استخباراتي څانګې له لوري هم خبرداری ورکړل سوی چي د هېواد دیني نظام «سره کرښه» ده او دوی د غبرګون حق ځان ته محفوظ بولي.

د تهران لوی څارنوال، علي صالحي، د دولتي ټلویزیون له لاري وویل چي هغه کسان چي د عامه شتمنیو د ورانولو یا له امنیتي ځواکونو سره د وسلوالي نښتې تور ورباندي ولګېږي، د «خدای د دښمنۍ» له تور سره به مخ سي، چي د ایران د قانون له مخي سخته سزا لري.
د ایران د استخباراتو وزارت خلکو ته پیغامونه لېږلي چي د اعتراضونو په اړه راپور ورکړي او له پلرونو او میندو یې غوښتي چي خپل اولادونه له ګډون څخه را وګرځوي. په دغو پیغامونو کي له خلکو غوښتنه سوې چي د «مشکوکو تګ راتګونو، ورانولو او د عامه شتمنیو د سوځولو» انځورونه ولېږي.
همدارنګه انټرنېټ تر ډېره تړل سوی او د ټیلیفون عادي اړیکي هم ګډوډي سوي دي، تر دې چي ځیني ثابت ټیلیفونونه هم له هېواده بهر اړیکه نه سي نیولای.

ایراني حکومت پخوا هم د جګړو او مظاهرو پر مهال انلاین خدمتونه تړلي ول، خو د خلکو په وینا دا لومړی ځل دی چي له بهر سره ثابت ټیلیفوني اړیکي هم پرې سوي دي.