ایراني چارواکي: په ایران کي د بهرنیانو نیمايي ثبت سوي فابریکې د افغانانو دي

د ایران د ملکیتونو د ثبت ادارې ویلي، په ایران کي ۵۰ سلنه بهرني ثبت سوي شرکتونه د ملکیتونو د رانیولو او خرڅولو په هدف د افغانانو لپاره دي.
د دغه ادارې ویاند صفدر کشاورز وایي، چي په ۱۳۸۱ لمریز کال کي د بهرنۍ پانګوني د ملاتړ او هڅوني د قانون له تصویب راهیسي په ټول ایران کي ۸۲۴۱ بهرني شرکتونه ثبت سوي چي له دې څخه په څلور کي درې برخي یې په ۱۴۰۰ لمریز کال کي راجستر سوي دي.
د هغه په وینا، د ثبت سویو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانستان، ۲۵ سلنه د عراق او پاته ۲۵ سلنه یې د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او ترکیې په اتباعو پوري اړه لري.
په ایران کي د ملکیتونو د رانیولو په اړه د افغان اتباعو د شرکتونو د ثبت په اړه د هغه څرګندوني په داسي حال کي دي چي په تېرو څو کلونو کي په ایران کي تر ټولو زیاته بهرنۍ پانګونه افغانانو کړې او دا د ایران د ټولي بهرنۍ پانګوني نیمايي برخه کیږي.
د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم تېر کال ویلي، وه چي زیاتره افغانانو په ایران کي پانګونه کړې او دوی هڅه کوي چي په بهر کي مېشت افغانان وهڅوي ترڅو خپلي پانګي بیرته هیواد ته راوړي.