ایران اعلان کړی چي د هرمز تنګي په سیمه کي ئې یوه نوې کنټرول سوې سمندري ساحه جوړه کړې؛ هغه اقدام چي د نړۍ د نفتو

ایران اعلان کړی چي د هرمز تنګي په سیمه کي ئې یوه نوې کنټرول سوې سمندري ساحه جوړه کړې؛ هغه اقدام چي د نړۍ د نفتو او سوداګریزو لارو پر مهم مسیر د تهران څارنه نوره هم پراخولای سي.
د ایران د خلیج فارس تنګي ادارې ویلي، دغه نوې ساحه د ایران له کوه مبارک سیمي څخه د متحده عربي اماراتو د فجیرې تر جنوبي برخي پوري غځېدلې ده.
همداراز د دې محدودې لوېدیځه برخه د قشم ټاپو له پای څخه د ام‌القوین سیمي پورې رسېږي.

ايران وايي چي ټولي بېړۍ او سمندري کښتۍ باید د دې سیمي د تېرېدو وړاندي له ایراني چارواکو سره همغږي وکړي او رسمي اجازه ترلاسه کړي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چي د نفتو او نړۍوالي سوداګرۍ لویه برخه ورباندي لېږدول کېږي.
شنونکي وايي، په دې سیمه کي د کنټرول زیاتوالی ښايي د انرژۍ نړۍوال بازارونه او نړۍوال تجارت له نوو اندېښنو سره مخ کړي.