ایران او پاکستان له کړکېچ سره سره اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، تهران او اسلام اباد موافقه کړې چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ کچه لس ملیاردو ډالرو ته لوړه کړي او دواړو خواو اته موافقې لاسلیک کړي دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کي د پاکستان د حکومتي چارواکو سره سره د سوداګرۍ پر زیاتوالي موافقه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر ایکس پاڼه ویلي پاکستان ته ابراهیم رییسي د سفر پر مهال د پاکستاني حکومتي چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ، فرهنګي مسایلو، توریزم، سرحدي همکاریو، امنیتي او نورو موضوعاتو په اړه خبري کړي.
د راپورونو له مخي اوس مهال د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کي له ۲.۵ میلیونو ډالرو څخه زیاته ده.
د ایران ولسمشر په داسي حال کي پاکستان ته تللی چي دواړو هیوادونو د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کي د یو بل په خارو بریدونه ترسره کړل.