د دې شمېرو له مخي په تېره یوه اوونۍ کي ایران ۹۴۲ او پاکستان ۲۹۷ کډوالي کورنۍ «په جبري او اختیاري» ډول ایستلي دي.
په تېره یوه اوونۍ کي ۱۲۹ کورنۍ د تورخم او ۱۶۸ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راستنې سوي دي.
په همدې حال کي د دغو راټولو سویو شمېرو پر بنسټ، ۳۶۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابر شم له لاري او ۵۷۸ نوري کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولي هیواد ته داخلي سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي ایران او پاکستان یوه اوونۍ وړاندي يو زرو۴۰۳ افغان کډوال کورنۍ ایستلي دي.
په ورته وخت کې، د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز مشر، ويلي چي خپل هیواد ته د «بې اسناده» اتباعو اېستل سږکال د ایران له مهمو پلانونو او پالیسیو څخه دي.