ایران ته د ننوتو پر مهال تر ۲۵۰ زیات افغانان د ایراني ځواکونو له خوا وژل سوي او ټپیان سوي دي

په جلاوطنۍ کي د ایران د بشري حقونو یوه سازمان “حال وش” راپور ورکړی چي، ایراني سرحدي ځواکونو پر سلګونو افغان کډوالو ټکان کړي، چي ډېرشمېر افغانان پکښي وژل سوي او ټپیان سوي دي.

په تهران کي د افغانستان د سفارت یوې سرچینې د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان پوله کي د ایراني سرحدي ځواکونو له‌خوا پر افغان کډوالو د ټکانو پېښه تایید کړې ده.

تر اوسه لا هم د وژل سویو او ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.

دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د افغانستان د کډوالو وزیر او په افغانستان کي د ایران سفیر په ایران کي د افغانانو د وضعیت په اړه خبري کړي وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *