ایران د ټرانسپورټي زیربناو په برخه کي د شپږ میلیارډ ډالرو په ارزښت د انتقالي سرمایې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی

 د ایران د سړکونو او ښار جوړوني وزارت سلاکار او استازي «سیدحسین میرشفیع» د افغانستان د ترانسپورټي زیربناوو په برخه کي د شپږ میلیارد ډالرو پانګوني لپاره چمتووالی اعلان کړی.

هغه ټینګار کړی چي دغه پانګونه کولای سي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کي د ټرانسپورټي شرایطو له ښه والي سره مرسته وکړي.

له دې مخکي د ایران او افغانستان د ګډي خوني مشر «محمود سیادت» ازبکستان ته په اشارې سره ویلي وه چي نور په افغانستان کي د پانګوني په برخه کي له ایران څخه مخکي سوي دي.

دغه ایرانی چارواکی په داسي حال کي په افغانستان کي د پانګوني لپاره د نورو هیوادونو د لېوالتیا خبره کوی، چي له دې مخکي د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتېدو اعلان کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *