ایران له خپل هیواد څخه شاوخوا دوه میلیونه افغانان په نږدې میاشتو کي افغانستان ته په زور را استوي

د ایران یو امنیتي‌ چارواکی په راروانو څه باندي شپږو میاشتو کي له دې هېواده د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره د تدابیرو خبر ورکوي.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا وایي، هغه دوه میلیونه افغانان به چي په ایران کي د استوګني قانوني اسناد نه لري د ۲۰۲۵م کال د مارچ د میاشتي تر پایه وایستل سي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویي کمېشنرۍ له‌خوا دورکړل سویو ارقامو له مخي اوسمهال په ایران کي شاوخوا څلورنیم میلیونه افغانان دېره دي چي ډېری یې قانوني اسناد نه لري، خو ایراني رسنۍ وايي چي اصلي ارقام تر دې ډېر لوړ دي.

په ایران کي په دې وروستیو کي پر افغان کډوالو زور او ظلم زیات سوی او دغه راز ډېر یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام سوي هم دي.