ایران پوځ وايي، د متحده عربي اماراتو په المنهاد پوځي اډه کي ئې د امریکايي ځواکونو پر مرکزونو د ډرونونو بریدونه کړي دي.
د ایران پوځ په یوه اعلامیه کي ویلي، چي دا برید ئې د لارک ټاپو پر سیمه د امریکا د برید په غبرګون کي کړی، چي د ایران د سپاه یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي په کښي وژل سوي دي.
د ایران پوځ ادعا کړې چي په المنهاد اډه کي د امریکايي ځواکونو چورلکو او سرتېرو د ځای پر ځای کېدو سیمي ئې د ډرونونو په وسيله په نښه کړي دي.
امريکا او اماراتو د ايران د دغي ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.