ایران کي د ډبرو سکارو کان کې چاودنې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي

د ایران په سویلي ولایت خراسان کي د ډبرو سکاره یوه کان کي د چاودني له کبله تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوي دي.
رپوټونه وايي ۲۴ نور کارګر ورک دي او فکر کیږي چي د کان د ننه بند پاته دي.
ایراني چارواکو ویلي دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې سوې او دلیل یې هم د ډبرو سکارو په تونلونو کي د متان ګاز تولید دی چي په کیمیاوي بڼه د چاودني لامل کیږي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ویلي، د چاودني پر مهال ۶۹ کارګر د پېښي په ځای کي وه.
په ایران کي په ځينو کاري سیمو په ځانګړي ډول کانونو کي په وروستیو څو کلونو کي درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *