د ایران حکومت ۱۹۹ هغه افغانان چي په ایران کي د بېلابېلو جرمونو په تور نیول سوي وه، پنج شنبه ماښام ناوخته ئې په نیمروز ولایت کي ط…البانو ته سپارلي دي.
د ط…البانو د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس محمدیوسف مستري وایي، چي یاد شمېر بندیان د هغو ۴۸۴ افغان بندیانو له ډلې دي چي دوی ئې په اړه مخکي له ایراني لوري سره خبري کړي وې.
هغه ویلي، تېره میاشت هم له دې ډلي ۲۱۱ کسان ورته سپارل سوي وو. نوموړي دغه راز زیاته کړې، د ایران له خوا ورسپارل سوي افغان بندیان به خپلو ولایتونو ته انتقال او د حبس پاتې موده به په ولایتي زندانونو کي تېره کړي.
د یادوني وړ ده چي د یادو بندیان په بدل کي ط…البانو دوه ایراني نیول سوي اتباع هم د ایران حکومت تسلیم کړي.