ایزوستیا ورځپاڼي راپور ورکړی، چي پاکستان له روسیې څخه د ط..البانو سره د شخړو د حل له پاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده

ایزوستیا ورځپاڼي راپور ورکړی، چي پاکستان له روسیې څخه د ط..البانو سره د شخړو د حل له پاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخي، په روسیه کي د پاکستان سفیر فیصل نیاز دې ورځپاڼي ته ویلي چي اسلام‌اباد له مسکو څخه غوښتنه کړې، څو د ط..البانو سره د شخړو په حل کي منځګړیتوب وکړي.
هغه ويلي، چي پاکستان د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان د وړاندیزونو په پام کي نیولو سره له اوربند سره موافقه کړې ده.

نوموړي ورځپاڼي ويلي چي پاکستان روسيه د ط.. البانو سره د شخړو د کمښت په برخه کي مهمه بللې ده.