ای او ایم وايي، د اروپايي ټولني په بسپنو یې د سلګونه زره افغانانو ملاتړ کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وایي، د اروپایي ټولني د سخاوتمندانه بسپنو په مټ یې په افغانستان کي د سلګونه زره اړو کسانو لاسنیوی کړی دی.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګي پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کي په هیواد کي د اروپایي ټولني د مدني خوندیتوب او بشري مرستو د چارو د مشر فرانسوا ګومانز یو بیان خپور کړی دی.
د دې بیان له مخي ویل سوي، د اروپایي ټولني بشري مرستو IOM ته دا امکان برابر کړی دی چي په افغانستان کي د ژوند ژغورني فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سلګونو زرو هغو افغانانو چي مرستو ته سخت اړدي، لاسنیوی وکړي.
په بیان کي تر ټولو ډېر زیانمن افغانان چي بیړنۍ او نوري مرستي یې ترلاسه کړي، بیرته راستانه سوي کډوال او د زلزلې له امله زیانمن سوي کسان ښودل سوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *