ای پي ایل؛ نن پنجاب کینګز او چینای سوپر کینګز لوبډلي له یو بل سره سیالي لري

نن د هند غوره لیګ یا ای پي ایل په سیالیو کي پنجاب کینګز او چینای سوپر کینګز لوبډلي یو بل ته مخامخ کیږي.
دغه سیالي د افغانستان پر وخت ماښام پر شپږ نیمي بجې پیلیږي.
تر دې یوه ورځ مخکي لکنو سوپر جاینټس لوبډلي ممبۍ انډیینز ته په څلورو ویکټو ماته ورکړې وه.
په ای پي ایل کي تر اوسه د سویو سیالیو د پایلو له مخي، راجستان رایلز په لومړي، کلکته نایټ رایډرز په دویم، لکنو سوپر جاینټس په دریم، چینای سوپر کینګز لوبډله په څلورم، سنرایزرز حیدراباد په پنځم او دلي کیپیټلز په شپږم مقام کي ځای لري.
په ای پي ایل کي ټولي ۱۰ لوبډلي برخه اخلي چي د افغانستان په ګډون د یوشمېر هیوادونو لوبغاړي پکښي شامل دي.