اې ډبلیو سي يو: د افغانستان د بيا روغوني يوازينۍ لار د ټولو افغانانو پر يوه ميز راټولول دي

د رواني میلادي میاشتي (جون) په ۲۲مه نېټه، د افغانستان د ښځو د همغږۍ چتر (AWCU) په نوښت په کاناډا کي یو کنفرانس د “افغانانو ترمنځ د یووالي او باور جوړولو” تر عنوان لاندي جوړ سوی. د دې کنفرانس موخه د افغانستان د اوسني بحران د حل له پاره د ټولو افغانانو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول او د ټولو قومونو او ډلو ترمنځ د مساوي یووالي ټینګښت وو.
د کنفرانس ګډونوالو ټینګار کړی، چي د افغانستان له روانو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار د ټولو قومونو او ولسونو ترمنځ ریښتینی تفاهم او یوځای کېدل دي.
دوی وویل، دا یووالی باید د شعارونو او نندارېزو فعالیتونو پر ځای په عملي بڼه ثابت سي، ترڅو ټول افغانان ورباندي باور وکړي او خپل راتلونکی پکښي وویني.
د کنفرانس برخو‌الو زیاته کړې، چي په افغانستان کي باید مذهبي، قومي او سیاسي افراطیت پای ته ورسېږي او د ولس د ستونزو د حل له پاره عملي ګامونه واخیستل سي.
دوی د یوه مشروع او ټولشموله نظام د رامنځ ته کولو پر اړتیا ټینګارکړی، چي د افغان ولس باور بېرته ترلاسه کړي او ټول قومونه او ډلي پکښي خپل ځای پيدا کړي.
ګډونوالو وویل، د قدرت انحصار او پټ تړونونه نه یوازي د افغانستان بیا رغونه نه سي کولای، بلکي هیواد او ولس نور هم د بدبختۍ پر لور بیايي. دوی د خلکو ریښتیني ګډون ته په پام سره د بیا رغوني پر اهمیت ټینګار وکړ.
په غونډه کي د افغان ښځو د حقونو، په تېره بیا د کار، زده‌کړو او روغتیا په برخو کي د پاملرني غوښتنه کړې او د ښځو پر وړاندي د تبعیضي چلند د مخنیوي ږغ ئې پورته کړی. د کنفرانس ګډونوالو، چي پکښي مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو د سازمانونو استازي، ځوان سیاستوال او ښځي شاملي وې، د افغان میرمنو د ژوند د ښه ‌والي او د دوی د حقونو د خوندیتوب پر اړتيا ټينګار کړی.
د افغانستان د ښځو د همغږۍ چتر (AWCU) هغه سازمان دئ، چي د افغان ښځو د حقونو د دفاع او د دوی د ژوند د شرایطو د ښه ‌والي له پاره فعالیت کوي. دا کنفرانس د دغه سازمان له‌خوا د افغانانو ترمنځ د یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړ سوی وو، چي په ترڅ کي ئې د ټولشموله او عادلانه نظام د جوړېدو او د ولس د باور بېرته ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګارسوی وو.