د حکومت یوه پلټونکي پلاوي موندلې چي د ایران په کلګان دره کي څه موده وړاندي پر افغان کډوالو د ټکانو او چاودني پېښه واقعیت لري.
دغه پلاوي چي مشري یې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي ویلي، دوی له دغې پېښي ۲ مړي او ۳۴ ټپيان افغانستان ته انتقال کړي دي.
د پلاوي د موندنو په خبرپاڼه کي چي د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپره کړې، راغلي چي څېړني يې لا بشپړي نه دي او له کوم کره شمېر پرته یې ویلي، یو شمېر نور قربانیان ایران او پاکستان کي پاته دي چي پلاوی یې د موندلو لټه کوي.
د لومړي ځل لپاره د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ د تېري تلي میاشتي په ۲۳مه راپور ورکړ چي ایراني پوله ساتو ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ کلګان دره کي پر افغان کډوالو ټکان کړي دي.
هغه مهال دغه بنسټ د پېښي د څو عیني شاهدانو په حواله ویلي وه چي په پیښه کي ګڼ شمېر کډوال وژل سوي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو بیا د ټکانو پېښه رد کړې وه.