باوري سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په ترکيه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه غيررسمي غونډه سوې ده. د سرچينې په وينا چي په ترکيه کي د افغانستان او پاکستان یوشمېر سیاسي او مدني څېرو ترمنځ په یوه ناسته کي د جګړې پر پای، د سوداګرۍ د خنډونو پر لېري کولو او بشري حقونو په اړه خبري سوي دي.
د معلوماتو له مخي ګډونوالو ټینګار کړی چي د دواړو هيوادونو ترمنځ ستونزي باید د خبرو له لاري حل سي او ژمنه ئې کړې، چي خپل وړاندیزونه به اړوندو حکومتونو ته ورسوي.
بايد وويل سي، چي په ياده غونډه کي د افغانستان له خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی جعفر مهدوي، په پاکستان کي پخوانی افغان سفیر عاطف مشعل، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ډیپلوماټ غنچه ګل ارمان، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخواني مرستیال سلیمان بنشاه او د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر برخه اخیستې وه.
دغه راز د پاکستان له خوا مشاهد حسین، ستاره ایاز، اصف درانی، سناتور عبدالقیوم خان او حامد میر شامل وو.