باوري سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو په کابل کي د طلوع نيوز خبريال منصور نيازی نيولی دئ.
د سرچينې په خبره چي منصور نیازی ځکه نيول سوی، چي هغه څه موده وړاندي پر ډيورنډ فرضي کرښي باندي مستند جوړ کړی و او د اپريل مياشتي پر ۲۳ مه نېټه نشر سوی دئ.
تر اوسه طلوع نیوز او ط..البانو د منصور نیازي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.