بایډن: د ایران د ګواښونو په مقابل کي له اسراییل سره زموږ ژمنتیا قوي ده

پر اسراییل د ایران له برید وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییلي صدراعظم سره ټیلفوني خبري کړي او یو ځل بیا یې د ایران په وړاندي د همکارۍ ډاډ ورکړی.
جوبایډن پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي چي د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو د ګواښونو په مقابل کي له اسراییل سره د دوی ژمنتیا قوي ده.
د ملګرو ملتونو په ګډون ډېر شمېر هیوادونو دا بریدونه غندلي او ژر تر ژره یې د کړکېچ د اواري غوښتنه کړې ده.
بل خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییل د ایران د حملو په غبرګون کي ویلي، پېکینګ له ټولو خواوو غواړي چي د کړکېچ د لازیاتېدو د مخنیوي لپاره له زغمه کار واخلي.
دغه وزارت وایي، د کړکېچ د زیاتېدو دا پړاو په غزه او سیمه کي د نښتو د پراختیا وروستۍ نښه ده او په دې شرایطو کي باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۸ پرېکړه لیک تطبیق او په غزه کي د جګړې ژر تر ژره پای ته رسېدل اصلي لومړیتوب وي.