بخښني نړۍوال سازمان: هيڅ افغان کډوال باید د زور له لاري له امریکا ونه شړل سي

د بخښني نړۍوال سازمان د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چي د امریکا حکومت باید افغان کډوال د زور له لاري بېرته افغانستان ته ونه شړي. د دغه سازمان په وینا، د امریکا د خوا شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو ته ورکړل سوی موقتي خونديتوب پای ته رسېدلی او اوس د هغوی د نیول کېدو او ایستل کېدو خطر زیات سوی دئ.
د بخښني د نړۍوال سازمان په وینا، دا کډوال امریکا ته د خپل ژوند د ژغورني او امن ځای د موندلو له پاره راغلي دي او هر ډول شړل ئې د امریکا له ژمنو او انساني اصولو سره په ټکر کي دي.
د راپورونو له مخي، د امریکا استیناف محکمې د دغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر تر یوې اونۍ پوري ځنډولی، خو لاهم د هغوی برخلیک روښانه نه دئ. د بخښني نړۍوال سازمان ټینګار کوي، چي افغان کډوال باید خوندي پاته سي او هېڅوک باید په زور ونه شړل سي.