په برلين کي مېشت افغان کډوالو د شنبې په ورځ د المان د بهرنیو چارو وزارت مخ ته لاريون کړی او پر مهال ئې د المان د حکومت هغه پرېکړه غندلې، چي په برلين کي ئې د ط..البانو دوه استازي منلي دي.
د هغوی په خبره چي د المان د حکومت له خوا د ط..البانو سره هر ډول تعامل د افغانستان د ولس سره خيانت دئ او د المان حکومت بايد خپله پرېکړه واخلي.
همدارنګه دغه لاريون کوونکو د المان د حکومت له خوا د افغان وګړو د جبري ايستلو پر لړۍ نيوکه کړې او په خپل شعار کي ئې ويلي:« جبري ايستل د وژني مانا لري.»
د المان حکومت يوه اوونۍ واړندي ۸۱ تنه هغه افغان وګړي اخراج کړل، چي دبېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي وو.
د المان حکومت وايي د ط..البانو دوه استازي ئې ځکه منلي، چي په جرمونو مرتکب افغانانو د ايستلو په بهير کي همکاري وکړي.