بريتانيا له خپلو اتباعوغوښتي چي افغانستان ته سفر ونه کړي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د ۹ هغه هېوادونو ليست خپور کړی، چي خپل اتباعو ته ئې خبرداری ورکړی، چي دغه هېوادونو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د دغه هېوادونو په ليست کي افغانستان هم شامل دئ، د بريتانیا د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړي چي په دغه هېوادونو کښي ثبات نسته او د خپلو اتباعو غوښتنه کړي، چي دغه هېوادونو ته سفر و نه کړي. د ياد وزارت په وينا چي په دغه هېوادونو کي ناامني، سياسي بې ثباتي او طبعي افتونو هغه څه دي، چي د بريتانيا د اتباعو له پاره د خطر سبب ګرځي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان ترڅنګ ايران، جنوبي سوډان، روسيه، هائیتي، بلاروس، ليبيا، سوريه او يمن هم په دغه ليست کي شامل کړي، چي د بريتانيا د اتباعو لپاره خطر دئ پکښي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *