د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوي بيان کي ويل سوي، چي د کنړ، لغمان او ننګرهار د ولايتونو د زلزله ځپلو کسانو سره يو ميليون پونډه مرسته په بېړني ډول کوي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير، دیوید لامي، ویلي چي د افغانستان په ختیځ کي د زلزلې خبر ډېر خواشینوونکی و، هغه ویلي: «بریتانیا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده او دا بیړنۍ بودیجه په افغانستان کي اړوند بشري سازمانونو ته په واک کي ورکړي ترڅو مهمي روغتیايي اسانتیاوي او بېړني تجهیزات تر ټولو زیانمنو کسانو پوري ورسوي.))
ياد وزارت وايي، چي دا مرستي به د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق او نړۍوال سره صلیب له لاري د زلزلهځپلو له پاره د روغتیايي خدمتونو او بیړنیو تجهیزاتو په برخه کي تقسيم کړل سي.