بشرا ګوهر: چاچي په سيمه کي د ترهګرۍ له پاره د امريکا د پروژو ملاتړ کوئ؛ نن ئې بايد جواب ووايي

پښتنې سیاسي فعالي او د پاکستان د پارلمان مخکېنۍ غړې بشرا ګوهر د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وروستيو څرګندونو ته په اشاره ويلي دي، چي نن ورځ باید ټول هغه کسان جواب وړاندي کړي، چاچي په سيمه کي د وسلوالو ترهګرو ملاتړ د امريکا په اشاره او مرسته کوئ.
بشرا ګوهر پر خپله ايکس پاڼه باندي د خواجه اصف د څرګندونو اړوند ويلي دي، چي اسامه بن لادن چا دلته راوستئ او پناه ئې ورکړل. هغې ويلي دي چي پر دولت د ولس بارو ورځ تر بلي کمېږي او دولت بايد دغه موضوعاتو ته وضاحت ورکړي.
یادې پښتنې سیاستوالي دغه راز زياته کړې، چي دا ډول کړنو او پټو معاملو د پاکستان ملي حاکمیت کمزوری کړی او د دولتي بنسټونو پر وړاندې یې د ولس باور له‌منځه وړی دئ.
هغې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چي د دې پېښو په تړاو د شفافيت پيداکولو له پاره یو خپلواک حقیقت موندونکی کمېسیون جوړ کړئ او ولس ته وضاحت ورکړئ.
بايد وويل سي، چي بشرا ګوهر دا څرګندونې وروسته تر هغې کړي چي د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کي منلي، چي هيواد ئې تېرې درې لسیزې د امریکا له پاره د ترهګرو ملاتړ کړی دئ.