بغلان کي یوې نجلۍ په پنځه میاشتو کي قرآن کریم په لاس لیکلی

په بغلان ولایت کي یوه نجلۍ توانېدلې چي د پنځو میاشتو په موده کي د قرآن کریم ټول ۳۰ سپارې په خپل لاس ولیکي.
د دغې نجلۍ ورور فیصل د ط..البانو او مرسته کوونکو غوښتنه کړې چي د خپلي خور د خطاطۍ د هنر د پرمختګ له پاره ورسره لازم ملاتړ او مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي چي خور ئې ځانګړی استعداد لري او غواړي د خطاطۍ هنر ته وده ورکړي، خو د امکاناتو له محدودیت سره مخ ده.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو او تعليم باندي محدويديت لګولی