بلال سروري: ط..البانو د پخواني جمهوري نظام د ملي امنيت سرتېری وژلی دئ

بلال سروي په خپله ايکس پاڼه ليکلي، چي ط..البانو د سيد غفور بلخي په نوم د پخوانی جمهوري نظام د ملي امنيت سرتېري د عرفات په ورځ نيولی او تر څو ورځو شکنجو وروسته ئې هغه وژلی او جسد ئې د هغه کورنۍ ته سپارلی دئ.
د هغه په خبره، چي بلخي د‌ جمهوریت وروسته ايران ته کډوال سوی وو، چي د لوی اختر څخه څو ورځي وړاندي خپل کورته راغلی او د ط..البانو له خوا نيول سوی او وژل سوی دئ.
د سروري په خبره، چي د بلخي څخه يو کوچنی زوی پاته سوی دئ.