بلخي لوډلي صدیقي لوبډلي ته ماته ورکړه

د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه سیالیو په ۲۴مه لوبه کي د سه شنبې په ورځ بلخي لوبډلي صدیقي لوبډلي ته په نهو وکټو ماته ورکړه.

په دې لوبه کي صدیقي لوبډلي د لوبي پچه وګټل او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي په ۲۵م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو بلخي لوبډلي ته ۸۵  منډي هدف ورکړ او د بلخي لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي سیداحمد او فضل احمد درې، درې او ایمل دوه لوبغاړي وسوځول.

بلخي لوبډلي یاد هدف په ۱۱م اور کي د یوه لوبغاړي په سوځېدو او د امیر ۴۰ او صدیق ۳۵ منډو په جوړولو پوره کړ.

صدیقي لوبډلي خپله مخکنۍ لوبه هم بایللې او بلخي لوبډلي بیا ګټلې وه.