بلخ: په يوه فابريکه کي د چاودني له کبله دري کسان زخميان سوي دي

نن سهار د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ په کډ برق فابريکه کي د ګازو نل لیکه لیک سوې او چاودنه رامنځ ته سوې ده.

د بلخ د امنيه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزيري وايي په چاودنه کي د فابريکې درې کارکوونکي زخميان سوي دي.

دده په خبره، چي سیمي ته د څيړيني يوه ډله هم رسېدلې تر څو د پېښي پلټنه وکړي.