بلوت ریحاناوغلو، د ترکیې مشهور فلم جوړونکی چي د ښځو د حقونو د ملاتړ کوونکو په نوم هم مشهوره دئ، په یوه مرکه کي له «CNBC» شبکې سره د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغان ښځو پر وړاندي د محدودیتونو دوام ئې غندلی دئ.
ریحاناوغلو د «سینما جزیره» په تولید کي اصلي رول درلود، هغه فلم چي د افغانستان د ښځو د کړاوونو په اړه دئ او په ملي او نړۍوالو فستیوالونو کي ښودل سوی او ستایل سوی دئ. دغه فلم د یوې افغاني ښځي کیسه بیانوي، چي د ط.البانو تر واکمنۍ لاندي د خپل زوی د لټون له پاره نارینه جامې اغوندي.
دغه فلم جوړونکي د ترکیې «CNBC» ته ويلي: «د ښځو د زدهکړي او مسلکي محدودیتونه په افغانستان کي د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو پر وړاندي جدي اغېزې لري.»
هغه همدارنګه له مشهورو شخصیتونو او د ترکیې له اتباعو وغوښتل چي د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ یووالی وښيي.
همدارنګه، دغه فلم جوړونکی په دې وروستیو کي د «Woman Post» په نوم د یوه خوځښت له پاره د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړي په توګه ټاکل سوی. دغه خوځښت د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ له پاره فعالیت پیل کړی، او تر اوسه پوري د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۶۰ مطرح کسان، په شمول د خبریالانو، سیاستوالو، ورزشکارانو او هنرمندانو، د دې خوځښت ملاتړ کړی دئ.