بلومبرګ: ځیني اروپايي هیوادونه په افغانستان کي د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي

بلومبرګ خپرونه وایي، واک ته د ا.ا له راتګ درې کاله وروسته ځیني اروپايي هیوادونه په افغانستان کي د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي چي ښايي دا اقدام په افغانستان کي د ا.ا د ډیپلوماټیکي رسمیت پېژندني پر لور یو ګام وي.
ورځپاڼه زیاتوي، ایټالیا په‌دې برخه کي ګامونه پورته کړي او په تېرو څو اوونیو کي یې د حقیقت موندني یو پلاوی کابل ته تللی دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تیجاني تایید کړې چي د دوی اوسنی سفیر چي په قطر کي دی، کابل ته تللی.
خو د جرمني، بریتانیا او فرانسې چارواکو ویلي، دوی په کابل کي د خپلو سفارتونو د پرانیستلو سمدستي پلان نه‌لري.
تر اوسه هیڅ هیواد په افغانستان کي ا.ا په رسمیت نه‌دی پېژندلی.