بلوڅ بېلتون پالو په دوو جلا بریدونو کي ۹ پاکستاني پوځیان وژلي دي

د بلوچ ازادي غوښتونکي ډلي په پنجګور او کلات کي پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چي په پایله کي یې اووه پوځیان وژلي دي.
دبلوڅ بېلتون پالو ډلي BLA ویاند په خپره کړې خبر پاڼه کي ویلي، چي وړمه شپه یې هم د پوځیانو پر یوه کمپ توغنديز برید کړی او دوه پوځیان یې وژلي دي.
د دغه ډلي اتو تنو په وسلو او لاسي بمونو سمبالو کسانو تېره اوونۍ هم په ګوادر کي ۲۵ تنه د پاکستاني استخباراتو او پوځ غړي وژلي وه.
بلوڅ بېلتون پاله ډله وایي، خپل بریدونه به لا زیات کړي او تر هغه وخته به د پاکستاني پوځیانو پر ضد جنګیږي تر څو چي بلوچستان ورڅخه ازادوي.