بلوڅ بېلتون پال: د بلوچستان په ګوادر کي مو تر ۲۵ ډېر استخباراتي کسان او پوځیان وژلي

بلوڅ بېلتون پالو د چهار شنبې په ورځ مازیګر شاوخوا څلور بجې په ګوادر کي د پاکستان پر استخباراتي ادارو بریدونه پيل کړل چي څو ساعتونه یې دوام درلود.
د بلوڅ بېلتون پالي ډلي ویاند جیاند بلوڅ وایي، په دې برید کي اتو تنو بلوڅ فدایانو ګډون درلود چي د پاکستاني پوځیانو په ګډون یې تر ۲۵ زیات د ای ایس ای او ایم ای استخباراتي ادارو مامورین وژلي دي.
هغه په یوه خپره سوې اعلامیه کي د دې برید د تر سره کوونکو اتو تنو بلوڅ جنګیالیو معلومات او عکسونه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده چي هغوی په پوره ډول تجهیز او جنګي روزنه یې تر لاسه کړې وه.
ده ویلي، چي په بلوچستان کي د پاکستاني اشغالګرو پوځیانو پر وړاندي به خپل بریدونه زیات کړي او دا به تر هغه وخته دوام ولري تر څو چي بلوچستان له پاکستاني ځواکونو څخه ازادیږي.
پاکستاني حکومت هم ویلي، چي په ګوادر کي یې اته تنه برید کوونکي وژلي خو د خپل اړخ مرګ ژوبلي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.