بلینکن د غزې په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د غزې پر موضوع د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
دا منځني ختیځ ته د هغه د سفر پيل دی تر څو د سعودي او نورو عربي هیوادونو له چارواکو سره د غزې په اړه خبري وکړي.
راپورونه وایي، د بلینکن د سفر موخه دا هم ده چي په غزه کي د ناوړه بشري وضعیت ښه کولو لپاره د امریکايي ولسمشر جوبایډن له خوا روانه میاشت د سویو غوښتنو پوره کولو په لړ کي اقدامات تر سره سي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلینکن به په دغه لیدنه کي د سعودي د چارواکو په شمول د قطر، مصر، متحده عربي اماراتو او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو سره په غزه کي تر جګړې وروسته د حکومتدارۍ د څرنګوالي په اړه هم خبري وکړي.
پر غزه د اسراییلو د بریدونو د پيل راهیسي تر اوسه ۳۴ زره زیات فلسطینیان وژل سوي دي چي اکثره یې ښځي او ماشومان دي.