د بنګلهدېش کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې تېره ورځ د افغانستان پر وړاندي د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لپاره د نجمالحسن شانتو په لوبډلمشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
ویل کېږي چي لوبډلمشر شانتو چمتو نه وو چي لوبډلمشر سي، خو د کرکټ بورډ مشر یې د راتلونکو سیالیو لوبډلمشرۍ ته قانع کړی دی.
باید وویل سي چي د بنګلهدېش ټولچاری لوبغاړی «شکېبالحسن» به په دې لوبو کي نه وي.
افغان کرکټ بورډ هم په یوې خبرپاڼه کي ویلي، چي تېره شپه ملي لوبډلي د بنګلهدېش پر وړاندي د لوبلړۍ چمتووالي په موخه خپلمنځي تمریناتي لوبه ترسره کړې ده.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دغه لوبي به د نوامبر پر ۶مه پېل او د همدې میاشت پر ۱۱مه به پای ته ورسېږي.