بنیامین نتنیاهو: د دغه هیواد بریدونو “ایران ته سخت زیان اړولی”

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، چي د دغه هیواد بریدونو “ایران ته سخت زیان اړولی” او دې بریدونه “ټول ټاکلي هدفونه ترلاسه کړي دي.

ده دا خبري نن یکشنبه یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چي د اسراییل جنګي الوتکو څو پوځي هدفونه په ایران کي په نښه کړل.
نتنیاهو وویل، د تهران رژیم باید دا ساده اصل درک کړي؛ هغه څوک چي اسراییل ته زیان رسوي، اسراییل به هم ورته زیان رسوي.
بل خوا د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌‌يي د اسراییل په وروستي برید کي د وژل سويو ایراني پوځيانو له کورنیو سره په کتنه کي، د اسراییلي جنګي الوتکو د برید په اړه ویلي، چي اسرایل هڅه کوي دا بریدونه ستر وښيي خو دا بریدونه دومره نه وه.
نوموړي وروسته له خپلو حکومتي مسوولانو وغوښتل چي خپل زور اسراییل ته وښيي، خو دا یې ونه ویل چي دا کار به څنګه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *