بهرنيو چارو وزارت: د امنيت شورا د اوربند تصويب ملاتړ او د ژر پلي کېدو غوښتنه يې وکړه

طالبانو نن سې شنبه په يوې اعلامیه کي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتي، چي د اوربند پلي کول دي يقني کړي او د روان بحران مخه دي ونیسي.
بهرنيو چارو وزارت پر ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ږغ کړی، چي د فلسطينيانو د نسل وژنې مخنيوي دي يوازي د پرېکړه ليکونو په غندلو نه کوي او د نسل وژنې مخه دي ونيسي.
وزارت ويلي، چي د ټولو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سيمو ته د بې ځايه سويو فلسطينيانو د بيرته ستنېدو او د محاصرې د ختمولو ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کي چي پرون تصویب سو د روژې په مبارکه میاشت کي د داسي ډزبندۍ غوښتنه سوې.
امنیت شورا د غزې د جګړې له پیله د لومړي ځل لپاره په غزه کي د اوربند په پلوي رایه ورکړه.
دې پرېکړه لیک ته چي طرح یې الجزایر د سویس، سلووینیا، جاپان او جنوبي کوریا په ګډون د څو هېوادو په ملاتړ وړاندې کړې وه، د امنیت شورا له پنځلسو غړو ۱۴ مثبتي رایي ورکړې.
امریکا چي د اوربند لپاره پخواني پرېکړه لیکونه یې ویټو کړي وو، دې پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.
اسراییلو پردې پریکړه لیک خپګان ښودلی او په غبرګون کي یې واشنګټن ته د یوه جګپوړي اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړ.