د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینیټ پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي د روان کړکېچ د هواري لپاره یو هراړخیز، د بشري حقونو متمرکز پلان جوړ او عملي کړي.
بینیټ ویلي، د نړیوالي ټولني له لوري د یوه متحد او پیاوړي غبرګون د نشتوالي له کبله طالبان زړه ور سوي چي افغانستان په یوه داسي هیواد بدل کړي چې په منظم ډول ښځې وځپل سي، او دې وضعیت ته اوس ډېری افغانان د “جنسیتي اپارتاید” اصطلاح کاروي.
ده په خپل وروستي راپور کي د ښځو او نجونو زیاتېدونکي ستونزي او د طالبانو د واکمنۍ اوږدمهاله اغېزې بیان کړي.
ځانګړي راپورتر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپل وروستي راپور کي په افغانستان د خبریالانو، لږکیو، پخوانیو حکومتي چارواکو، امنیتي پرسونل او قانوني مسلکي کسانو ته د ګواښونو یادونه کړې ده.
بینیټ له طالبانو وغوښتل چي خپلي پالیسۍ بدلي کړي او اساسي بشري حقونه بېرته ورکړي، او له نړیوالي ټولني یې د افغانانو د ملاتړ لپاره د همږغي سوي هڅي غوښتنه وکړه.