نن یکشنبه د (۲۰۲۵سپټمبر۲۱)م تاریخ د بريتانیا لومړي وزیر کير سټارمر اعلان وکړ چي بريتانیا نور د فلسطین هیواد د یو رسمي او مستقل هيواد په توګه پېژني.
سټارمر د بريتانیا له خوا دغه پرېکړه د فلسطين او اسرائیل هيوادونو د موضوع د حلېدو له پاره یو تاریخي ګام بللی دی،او زیاته کړې یې ده چي موږ دا پرېکړه په منځني ختيځ کي د دایمي سولي او ثبات په نیت کړې ده.
بریتانیا دغه پرېکړه په انتخاباتو سره مشروطه کړې ده،او ویلي دي چي په فلسطين کي باید انتخابات وسي او د فلسطيني دولت او حما.س تر منځ باید کوم توافق موجود نه وي.