تاجکستان د افغانستان د‌‌ زلزلې ځپلو سره درې زره ټنه بشري مرسته کړې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چي د افغانستان د زلزلې ځپلو سره ئې تر شاوخوا درې زره ټنه د‌ بشري توکو مرسته کړې.
د تاجکستان د‌ بهرنيو چارو وزارت ويلي چي دغه مرستي ئې تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په امر د افغانستان سره کړي دي.
هغوی ويلي، چي په دغو مرستو کي ۲۴ ډوله توکي شامل دي چي په کښي اوړه، غوړي، ورجي، بوره، خیمې، بسترې، د ماشومانو او لويانو کالي او بوټونه شامل دي.
هغوی وایي دغه مرستي به پر زلزلې ځپلو باندي تقسيم کړل سي.