د ترکیې استازي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي په ناسته کي د افغانستان له خاوري څخه د ترهګرۍ، داع.ش، مخدره موادو او غیرقانوني کډوالۍ د ګواښونو په اړه خبر ورکړی.
هغه وویل چي په افغانستان کي وضعیت لا هم نازک دئ او د نړۍوالي ټولني پاملرني ته اړتیا لري.
د ترکیې استازي په دې ناسته کي زیاته کړې، چي افغانستان د جدي اقتصادي او بشري بحران سره مخ دئ او د نړۍوالو مرستو کمښت په دې هيواد کي وضعیت نور هم خراب کړی دئ هغه وویل: «د بشري حقونو وضعیت د اندېښني وړ دئ. موږ په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم او کار باندي د دوامداره بندیزونو په اړه اندېښمن یو. ))