د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د ترکيې په بشري مرستو بار يوه ريل ګاډۍ د پنج شنبې په ورځ د هرات د لاري افغانستان ته رسېدلې ده.
د ترکيې دغه وزارت ويلي، چي په دغه ريل ګاډۍ کي ۹۲۲ ټنه بشري مرستي بار وې.
د هغوی په خبره چي په دغه بشري مرستو کي خوراکي او غيرخوراکي توکي شامل دي، چي په ټول افغانستان کي به پر اړمنو خلګو وويشل سي.