تقاعد سوي مامورين: څلور کاله کېږي، چي خپل د تقاعد په حق پسي سرګردانه ګرځو هيڅ ط..الب چارواکی مو ږغ نه اوري

يوشمېر تقاعد سوي مامورين د شنبې په ورځ په کابل کښي د اعتروض په ډول را غونډ سوي وه. هغوی وايي چي د تېرو څلور کالو راهيسي د خپل معاش څخه د تقاعد په نامه د ګرځولو سوو پيسو د اخېستلو له پاره شعبه په شعبه ګرځي، خو څوک ئې ږغ نه اوري.
هغوی وايي، چي د ژوند په دې وروستي عمر کښي لالهانده ستړي او ستومانه د ط..البانو پر ادارو ګرځو خو حق مو نه را کول کېږي او ږغ مو څوک نه اوري.
دغه تقاعد سوي مامورين وايي «یوازینۍ غوښتنه مو دا ده، چي د تقاعدي معاشونه مو راکړي. موږ بې‌وسه او مظلوم خلګ یو. باید زموږ حقوق راکړل سي، پر موږ دې رحم وسي، موږ هېڅ سیاسي هدف نه‌لرو.»
دغه تقاعد سوي کسان وايي لسګونه کلنو مو وطن ته خدمت کړی ګناه مو نه ده کړې، هغوی وايي؛ ط..البان دي د دوی د حق څخه ګرځېدلي د تقاعد پيسې ورکړي.
د يادوني وړ ده چي څلور مياشتي وړاندي د ط..البانو مشر م.لا هيب..ت الله فارمان صادر کړ، چي پکښي ويل سوي وه، چي ټولو دولتي مامورينو ته دي د‌ هغوی د معاش څخه ګرځېدلي پيسې بېرته ورکړل سي، خو ط..البانو يوازي هغه مامورينو ته د تقاعد پيسې ورکړي، چي د دوی د واکمنۍ پرمهال مقرره سوي وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *